سیاست

دپاکستان دبهرنيو چارو وزير: دسولې له بهير سره دطالبانو د پيوستون لپاره بايد په هغوى فشار راوړل شي .

-اسلام اباد  باختر د وري  اتمه :
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير خواجه اصف  څرګنده کړه چې  دخبرو ميز ته  دطالبانو راوړل او په افغانستان کې دسولې اوثبات ټينګښت  دنړيوالې ټولنې ګډ مسووليت دى .
  باختراژانس  دپاکستان  د جيو دخبري شبکې له خولې خبرراکړ ، اصف  وويل چې د تاوتريخوالي دله منځه وړلو او دسولې له بهير سره  دپيوستون لپاره  د طالبانو پرخلاف  د ډله ئيز  فشار اړتيا شته .
ده په داسې حال کې چې دافغانستان په باب دتاشکند په کنفرانس کې خبرې کولې وويل  پاکستان تل دافغانستان داختلافونو دحل  لپاره په سياسي لارې ټينګار کوي .
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير دداعش دپديدې  دپراختيا او په افغانستان کې دنشه يي توکو دتوليد د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه . برسيره پردې دپاکستان  دبهرنيو چارو وزير دغه راز په افغانستان اوسيمه کې ددوامدارې سولې د ټينګښت لپاره  دسيمه ئيزې  اقدام په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
دپاکستان دبهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې پاکستان دکابل بهير په غونډه کې دجمهور رييس اشرف غني له خوا  دسولې او ملي روغې جوړې  دطرحې او دافغانانو په مشرۍ  له طالبانو سره دسولې دخبرو دوړانديز ملاتړ کوي .
ده  دافغانستان او دهغه  دګاونډيو ترمنځ دهمکاريو په اړتيا  ټينګار وکړ چې دتروريستانو او دجنايي شبکو د تحرکاتومخه ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته