اقتصاد

په ننګرهار کې د اوبو رسولو او داوبو دکانالونو دپروژو کار پيل.

کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو رسولو او د اوبو دکانالونو دجوړولو پروژې کار پيل شو .
ددغې پروژې له مخې ټاکل شوې ده د اوبو اته کيلومتره کانال جوړ شي او دکرکيلې دخړوبولو لپاره د اوبو دمديريت په اړوند کار ترسره شي .
ددغې پروژې دجوړولو لګښت شپږويشت مليونه افغانۍ اټکل شوى دى، دننګرهار ولايت دکرنې رييس شاکرالله دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې پروژې په بشپړيدو سره د اوبو دضايع کيدو او دسيلاونو مخه نيول کيږي او د بزګرانو ځمکې به خړوبې شي.
دننګرهار دبهسودو بزګران ددغې پروژې هرکلى وکړ او هغه يې دخپلو کرکيلې دښه والې په برخه کې ارزښتناک وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته