سیاست

جمهوررئيس کرزي د عربي متحده اماراتو سفير ته د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل باختر د ثور شپاړلسمه
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو لوی سفير ښاغلي يوسف سيف سباع آل علي ته افغانستان ته د دغه هېواد د بې سارو مرستو د راجلبولو په خاطر د غــــازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په همدې مناسبت په ارګ کې پرځای شول، د هېواد جمهور رئيس د افغانستان او د عربي متحده اماراتو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګولو او پراخولو او د دوه اړخيز باور د لا زياتولو په لاره کې  د ښاغلي يوسف سيف سباع آل علي نه ستړې کېدونکې هڅې وستايلې.
جمهوررئيس کرزي  په هېواد کې د سړکونو او بې وزلو افغانانو ته د کورونو د رغولو، د جوماتونو د ودانولو او د ماشومانو د فلج د مخنيوي د واکسين په برابرولو کې د عربي متحده اماراتو د څرګندو مرستو او همکاريو د را جلبولو په خاطر له ښاغلي يوسف سيف سباع آل علي څخه قدرداني وکړه او دهغه په ټټر يې د دغو غوره خدمتونو له امله د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال په سينه وټومبه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته