امنیت

يوه اندازه چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه شول

کابل باختر دکب څلورمه :
دبغلان ولايت پوليسو نن څوارلس کيلوګرامه چرس کشف اوترلاسه کړل . 
دبغلان ولايت دامنيې  قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال نظام الدين نظام دباخترآژانس خبريال ته وويل: څوارلس کيلوګرامه چرس چې په مهارت سره د ګازو په يوه ډبې کې ځاى پرځاى کړى شوي و او ديو کرولا موټر په واسطه پلخمري ته ليږدول کيدل؛ د دوشي ولسوالۍ د کفترخانې په ساحه کې د سيمې دپوليسو له خوا کشف اوضبط شول .
خبرځاى زياته کړه: ترلاسه شوي چرس له کرولا موټر سره همدا اوس ددغه ولايت امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوي او دپيښې عامل له ساحې څخه تښتيدلي دي .
امنيتي مسوولين دتورن د نيولو لپاره خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته