کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢١
دباميانو دنړيوالو ميراثونو دساتنې دچارو دکارپوهانو دډلې دولسمه غونډه پرون د افغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په وينا سره دايټاليا په اوريتو ښارکې پرانستل شوه.
دغه غونډه چې ديونسکو دسازمان له خوا د ايټاليا د حکومت په همکارۍ جوړه شوې ده ، ټاکل شوې ده ددوو ورځولپاره دباميانو دتاريخي يادګارونو دساتنې او ترميمولو دپروګرامونوپه باب خبرې وشي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مطبوعاتي او دعامه اړيکو سلاکار زيريالي نوابي دباخترآژانس خبريال ته وويل : داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دخپلې وينا په ترڅ کې دايټاليا ، جرمني ، جاپان او دکوريا د هيوادونو د مرستوله امله مننه وکړه او دباميانو موزيم د جوړولو په باره کې چې دبودا دمجسمې ديوې برخې بيا جوړولو او ترميمولو ، دغلغلې ښار، ددوحاک ښار او ککرک درې دتاريخې ساحو دبيا جوړولو په باب دکار ته اړتيالري خبرې وکړې او ويې ويل ، دغه طرحې دې بايد
دباميانو دخلکو او دهغوى دشريکولوپه اړوند اوپه نتيجه کې يې خلکو ته دکار دپيداکولو په اړوند ترسره شي .
2 1 دقیقه لوستل