کابل/ دوږي ٣مه /باختر
تېره شپه او پرون په کندز کې د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمبول شو او ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول .
د ٢١٧ پامير قول اردو د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفترمسوول هادي جمال باختراژانس ته وويل چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ امنيتي اودفاعي منسوبينو په تلوکه، چرخاب او د کندز – خان اباد په لويه لاره د شينوارى په ساحه کې د وسله والو طالبانو بريد له ماتې سره مخ کړ .
جمال زياته کړه چې په دې پېښه کې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس نور يې ټپيان شول .
ختم_ شکريه_اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ