سیاست

د کرونا پر خلاف د مبارزې لپاره د لګول شویو پیسو حساب باید روڼ وي

کابل / د زمري ٥ مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني د افغانستان د تفتیش عالي ادارې رییسې غزال حارس  ته دنده سپارلې وه چې د کرونا پرخلاف د مبارزې لپاره د بیلوکړای شویو سرچینو د مدیریت او لګښت څرنګوالي وڅېړي او په اړه یې رپوټ ورکړي. د دغې ادارې رییسې پرون خپل لومړنی رپوټ جمهوررییس ته وړاندې کړ.
د باختر آژانس مفسر همدا موضوع څېړلې ده او لیکي:
عزال حارس په رپوټ کې وویل چې د مصنوعي تنفس له ۶۳ دستګاوو یې ۵۴ تثبیت کړې دي او د پاتې ۹ په اړه یې پلټنې لا دوام لري. هغې بهر ته د دغو دستګاوو د قاچاق تور منتفي وباله.
همدارنګه هغې په رپوټ کې د طبي پرسونل په استخدام، د کرونا پرخلاف د مبارزې لپاره د وسایلو او تجهیزاتو په پېرلو او نورو ګڼو برخو کې ستونزو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دغې ادارې پلټنې لا روانې دي. جمهوررییس مالیې وزارت او همدارنګه ټولو ولایتي ادارو ته امر وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا پرخلاف مبارزې لپاره د بېلې کړای شوې بودجې ټول اسناد او مدرکونه د تفتیش عالي ادارې ته وسپاري.
خلک د دغه رپوټ او د جمهوررییس د پرېکړې هرکلی کوي او په دې برخه کې لا ډېر شفافیت غواړي. داسې ښکاري چې اړوندې ادارې د کرونا د خپرېدو له همغه پيله له یو ډول بې نظمۍ سره مخ شوې. منو چې دا یو ستر ګواښ و، یو ستر خطر و او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه یې کوله؛ خو د همدغو بېړنیو اقداماتو لپاره باید یو منظم پروګرام جوړ شوی وای. کله چې کرونا افغانستان ته را ورسېده، نو د نړۍ نورو ګڼو هېوادونو له هغې سره د مبارزې پوره تجربه درلوده، د طبي وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو تجربه یې هم درلوده. باید له هغو تجربو ګټه اخیستل شوې وای.
غوره دا وه چې د کرونا پر خلاف د مبارزې عالي کمېسیون ژر ترژره د ټولو ولایتونو او روغتونونو اړتیاوې معلومې کړې وای او دا کار ډېر سخت نه و، او بیا یې د دغواړتیاوو د پوره کولو لپاره په عمده ډول ټول تجهیزات او وسایل پلورلي وای او هر ولایت ته یې د هغه د اړتیا له مخې ویشلي وای. که دا کار شوی وای، نو نن به دا ستونزه نه وای چې یو ولایت دې چپرکټ په یوه بیه واخلي او بل ولایت بیاهمدا چپرکټ په بله بیه واخلي. همدارنګه نن به حساب هم اسان وای ، ځکه یوه واحده مرجع وه او هرڅه په اسانۍ تصفیه کېدای شول، اوس به د کابل ښار او ټولو ولایتونو روغتونونو څېړل کېږي او بیا به هر څه روښانه کېږي.
خو که په پیل کې داکارونه شو، مانا یې دا نه ده چې د کرونا پر خلاف د مبارزې لپاره بېلې کړای شوې پیسې دې د مفسدینو کڅوړو ته لاړې شي. هرهغه چا چې د کرونا پر خلاف د مبارزې لپاره له بیلو کړای شویو پیسو ناوړه ګټه اخیستې ده، باید د ملي خاین په توګه ورسره چلند وشي، ځکه دلته د افغانانو د مرګ او ژوند موضوع مطرح وه، دلته د ملت د بقا او پایښت موضوع مطرح وه.
وړاندیزمو دا دی چې د پلټنې عالي اداره دا هر څه په خورا ژوره او هراړخیزه توګه وڅېړي او د خپلو پلټنو پایلې له ملت سره شریکې کړي.
پاى/ ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته