سیاست

جمهوررئیس غني په چین کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې٢١نيټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ په دغه هېواد کې له میشتو افغان سوداګرو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه سوداګر چې د چین له بېلابېلو لرې پرتو ښارونو څخه شنګډاو ښار ته راغلي ؤ په پیل کې عزیزالله او ظریف فقیري د نورو په استازیتوب اقتصادي مسائلو او سوداګرو ته د جمهوررئیس له پاملرې څخه مننه وکړه، وې ویل، د پاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د عباس بندر له لارې افغانستان ته صادرات د وخت او قیمت له پلوه ګران تمامېږي او له جمهوررئیس څخه یې د بدیلو او ارزانه لارو د موندلو او پرانیستلو غوښتنه وکړه. دغو سوداګرو د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراخیدل هېواد په ګټه وبلل او زیاته یې کړه چې کله دوی له چین څخه افغانستان او یا برعکس پیسې انتقالوي له سختو ستونزو سره مخ دي، د دوی په وینا پخوا اکثره معاملات د حوالو له لارې کېدل خو اوس پرې محدودیتونه زیات شوي دي. همدارنګه دوی وویل: چین میشتې افغان سوداګر غواړي د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ یو لوی سهامي شرکت جوړ کړي چې په لویه پیمانه د افغانستان صادراتي اقلام چین ته وارد کړي. دوی چین ته د ازبکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د پنبې او میوې د صادراتو په مخ کې د پرتو خنډونو یادونه هم وکړه. جمهوررئیس په چین کې د افغانستان سوداګرو بریالیتوبونه وستایل وې ویل: ستاسو بریالیتوب ځکه مهم دی چې افغانستان ته مو ګټه رسېږي. هغه زیاته کړه، د ازبکستان له لارې د انتقالاتو ستونزه تر ډېره حل شوې ده او ترمز ښار کې د افغاني توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز په جوړیدو به دا ستونزه بیخي حل شي. جمهوررئیس دوی ته سپارښتنه وکړه چې کراچۍ او بندر عباس نه علاوه د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ د ریل پټلۍ لارې شته او تاسې دقیقه محاسبه وکړئ چې کومه لار درته ارزانه او اسانه ده. جمهوررئیس په چین کې میشت افغان سوداګرو ته وویل، تاسې هڅه وکړئ د چین په بازارونو کې هغه توکي معلوم کړئ چې تولیدېږي په افغانستان کې خو چین ته د نورو هېوادونو په نامه راځي، تاسې کولای شي همدغه توکي مستقما افغانستان څخه چین وارد کړئ. جمهوررئیس د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په زیربنايي چاروکې د جمهوري ریاست سلاکار ډاکټر همایون قیومي او په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته لارښوونه وکړه چې په چین کې د میشتو افغان سوداګرو وړاندیزونو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.# پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته