امنیت

دوژنې او انسان تښتونې په جرم د دريو تنو مجازات .

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
يو سړى دوژنې په تور دهرات داستيناف محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شو .
تورن دهرات ولايت داستيناف محکمې درياست دجزا د ديوان په قضايي علني غونډه کې چې دقضاوتمند شمس الرحمن رييس خيل په مشرى جوړه شوه ، په ٢٠ کاله بند محکوم شو .
په دې غونډه کې دوژنې . د زنا دفعل ، په اخلاقي فساد داقدام ،شوکمارۍ ،دخلکو دسپکاوي ،دخلکو د زور زياتي دقضيو، د ١٧ تنو نورو تورنو کسانو دوسيې وڅيړلې شوې چې په نتيجه کې يې دغه تورن کسان له يوکاله تر ١١ کلونو پورې دبند په مجازاتو محکوم شول.
په ټاکلې موده کې د دوى دتميز غوښتنې حق محفوظ دى .
ديوبل خبرله مخې : درې تنه دانسان تښتونې په تور دهرات دښاري محکمې له خوا په مجازاتو محکوم شول .
تورن کسان دهرات دابتداييه ښاري محکمې دکورني او بهرني امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په قضايي علني غونډه کې هريو دشل کاله بند په مجازاتو محکوم شول .
دغو کسانو څه موده مخکې يو سړى دقندهار- هرات دلويې لارې په اوږدوکې دشين ډنډولسوالۍ په عزيز آباد سيمه کې تښتولى و چې هر يو تورن شل کاله تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو.
دغه راز په دې غونډه کې له وسله والو مخالفينو سره دمرستې دقضيې ديوبل تورن دوسيه هم وڅيړل شوه چې په نتيجه کې يې دغه تورن د ٤ کاله او يوې مياشتې تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو .
په قانوني موده کې د دوى داستيناف غوښتنې حق محفوظ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته