امنیت

د خاک سفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ترور شو

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د فراه ولايت د خاک سفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير د دغه ولايت په مرکزکې په مرموز ډول وژل شوى دى .
د فراه ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باختر آژانس ته وويل: د خاک سفيد ولسوالۍ د ملي امنيت مدير عبدالکريم تېره شپه د ناپيژاندوکسانو له خوا په مرموز ډول شوى دى .
خبرځاى زياته کړه چې د عبدالکريم مړى نن سهار د فراه ولايت په مرکز پورې اړوند سنګ زور په سيمه کې ترلاسه شوى دى .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: امنيتي ارګانونو په دې باب پلټنې او تحقيقات پيل کړي دي .
د فراه د ولايتي روغتون آمر ډاکتر عبدالحکيم رسولي وويل چې د فراه د ملي امنيت د رياست د يوه کارکوونکي مړى د دغه ولايت ولايتي روغتون ته ليږدول شوى دى.
مخکې له دې هم څو تنه امنيتي ځواکونه د فراه ولايت په مرکزکې ترور شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته