امنیت

څلور تنه په هرات کې ونیول شول

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د پولیسو خاصو قطعاتو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې څلور تنه د ترورستي فعالیتونو په تور ونیول.
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحیمي باختر آژانس ته وویل چې نیول شوي کسان د هرات ولايت په مربوطاتوکې په تروريستي او تخريبي فعالیتونوکې په لاس لرلو تورن دي.
له  هغوی څخه څلور میله وسله، یو موټرسایکل او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د پولیسو د خاصو قطعاتو په عملیاتوکې څو سپک او درانده جنګي وسایل او پوځي تجهیزات کشف او ترلاسه شوي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته