کابل باختر د تلي پنځلسمه :
په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو بيه څوارلس ډالره لوړه شوې ده
په تيرو څو ورځو کې په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١١٩١ ډالره وړاندې کيدل خو نن په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٠٥ ډالره وړاندې کيږي چې څوارلس ډالره لوړوالي ښيي .
دباختراژانس دخبر له مخې، تيره مياشت او په روانه مياشت کې سرو زرو په نړيوالو بازارونوکې مناسب ثبات نه درلود او کله لوړيږي اوکله ټيټيږي په همدې دليل دى چې زياتره وړاندي کوونکي هڅه کوي چې دکابل په بازارونوکې دسرو زرو په بيه کې توپير رانه شي .
4 د یوې دقیقې څخه لږ