امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان له پاکستان سره دنورستان ولايت په پوله کې ووژل شول .

کابل باختر دتلي ٢٠
پنځه تنه وسله وال طالبان  له پاکستان سره دنورستان ولايت  دپولي په اوږدو کې دافغان سرحدي ځواکونوسره  دنښتې په بهير کې  ووژل شول او دري تنه نور ټپيان شول .
دخبرونو له مخې ، پاکستاني جګړه ماران هم په وژل شويو او ټپيانو کې شامل دي .
نښته پرون هغه وخت  پيل شوه چې يوې دلې وسله والو طالبانو له پاکستان څخه دنورستان ولايت  په کامديش ولسوالۍ کې  دافغان سرحدي پوليسو دپوستي بريد وکړ .
دنورستان ولايت دکامديش ولسوالۍ  يو سيمه ئيز مسوول تاييد کړ چې پاکستاني جګړه ماران هم په وژل شويو او ټپيانو کې شامل دي .
ويل کيږي په دې نښته کې دافغانستان  سرحدي ځواکونو ته زيان نه دې رسيدلي .
د نورستان ولايت له پاکستان سره  دګډي پولي  دلرلو له امله تل دوسله والو طالبانو په ګډون دتروريستي ډلو دحضور اوفعاليت ډګر دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته