ټولنه

ميرمن لطيفه دعلاج او درملنې لپاره کابل ته وليږدول شوه

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
  دکورنۍ تاوتريخوالې يوه قرباني ميرمن لطيفه نن دعلاج او درملنې لپاره له ارزګان ولايت څخه کابل ته وليږدول شوه .
   دباختر اژانس دخبرله مخې: ميرمن لطيفه چې درې ويشت کلنه او دارزګان ولايت اوسيدونکې ده او دخپل ميړه او د ميړه دکورنۍ د غړو له خوا ځورول شوې او وهل  شوې او ډبول شوې وه او سخته ټپي شوې وه.
دغه ميرمن  دعلاج او درملنې لپاره کابل ته وليږدول شوه او په يو دولتي روغتون کې تر جدي څارنې لاندې نيول شوې ده .
دغه ميرمن چې شپږ مياشتې مخکې په ارزګان ولايت کې دخپل ميړه او د ميړه دکورنۍ د غړو له خوا سخته ځورول شوې او ډبول شوې وه؛ د دې دبدن په بېلابېلو برخوکې سخت ټپونه  ليدل کيږي .
دعامې روغتيا وزارت مشرتابه د روغتون موظفينو ته لارښوونه کړې ده چې د دغې ميرمنې د درملنې او جدي څارنې په برخه کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه  ونه کړي چې روغتيايي حالت يې ښه شي .
دميرمن  لطيفې دمعالجو ډاکترانو دڅرګندونو له مخې:
دې ته په ټپونو او فزيکي زيان سربېره، له رواني پلوه هم زيان اوښتې دي او له همدې امله  دا د اوس لپاره په داسې حالت کې نه ده چې وکولى شي په مطبوعاتو کې خبرې وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته