امنیت

په روان کال کې په کاپيسا کې طالبانو ته دسردروند زيان اوښتې دى

کابل باختردمرغومې دمياشتې ١٢ :
په  روان کال کې په کاپيسا ولايت کې  ١٧٢ تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښتې .
وسله وال طالبان زياتره په تګاب ، اله ساى او نجراب  ولسواليو کې فعاليت لري  خو دکاپيسا ولايت  مقامات وايي  چې نورو  ولسواليو ته يې د طالبانو دپرمختګ مخه نيولې ده .
په روان کال کې  په کاپيسا کې څه ناڅه ٧٠ تنه وسله وال طالبان  وژل  شوي او سل تنه نور ټپيان شوي دي  او دغو کسانو ته  زياتره  په تګاب ، اله ساى او نجراب ولسواليو کې دپوځي عملياتو په بهيرکې  مرګ ژوبله  اوښتې ده .
دکاپيسا والي سيدمحمدخالد هماشمي باخترآژانس ته وويل :  په روان کال کې  امنيتي ځواکونو  د دغه ولايت په  ناامنو سيمو کې څه ناڅه شل محاربوي عمليات ترسره کړي دي  چې په دغو عملياتو کې  اويا تنه وسله وال طالبان  وژل شوي او سل تنه نور ټپيان شوي دي.
هاشمي په روان کال کې   دامنيتي ځواکونو دتحرکاتو او کړو وړو يادونه هم وکړه  او دهېواد دپوځيانو فعاليتونه يې دقدر وړ وبلل .
دکاپيسا ولايتي شورا  هم  دامنيتي ځواکونود کړو وړو له امله  راضي بريښي   او هغه امنيت  چې په دغه ولايت کې تامين شوى دى  دامنيتي ځواکونو دسرښندنو زيږنده بولي .      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته