کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه :
استاد، ليکوال او تاريخ ليکونکي سلطان محمود صلاح پرون اووه ټوکه کتابونه چې، داسلامي فرهنګ او تاريخ په برخو کې يې ليکلي دي پوهاند محمد رسول باوري ته ورکړل .
دغه اثار چې، دبخاري ، رحيق مختوم سيرت ، درسونه او عبرتونه ، داسلام د تاريخ مړاوې پاڼې ، اسلامپال ولې ناکامې ، د قرانکريم په اړه ځواب او دعوت او تفسير توپير لنډه ژباړنه پکې شامله ده .
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، دغه اثار د هېواد د پياوړي استاد ليکوال او تاريخ ليکونکي سلطان محمود صلاح له خوا په پښتو ژبې اړول شوي کتابونه دي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته ورکړ شول .
سلطان محمود صلاح د باختراژانس خبريال ته وويل چې، تراوسه پورې يې دوه اويا تاريخي ، اسلامي اوفرهنګي اثار پښتو ژبې ته اړولي دي .
سلطان محمود صلاح پخوا د شهادت ورځپاڼې د مدير ، دالموقف مجلې د مسوول مدير په توګه چې په عربي ژبه خپريده او دغه راز د هېواد مجلې او دافغان ټولنې دجريدې د مسوول په توګه دندې ترسره کړي دي.
22 1 دقیقه لوستل