ورزش

دافغانستان دفوتبال ټيم دکمبوديا له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دلړم  شلمه :

دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دنړيوال جام دپنځو وچو دسياليو دګروهي پړاو دستنيدو په سيالۍ کې سبا دکمبوديا له ټيم سره لوبه کوي .

دفوټبال دفدراسيون دخپرونومسوول علي کاظمي  نن دباختراژانس خبريال ته وويل دافغانستان دفوټبال دملي ټيم دستنيدو دغه لوبه دکمبوديا په وړاندې دتهران په ښار کې ترسره کيږي .

ديوه اړونده خبر ځاى دڅرګندونو له مخې  دافغانستان ټيم دتګ په پړاو کې دکمبوديا  ټيم په وړاندې يوه لوبه ګټلې او دسوريې ، جاپان او دسنګاپور په وړاندې يې ماته خوړلې ده .

دالومړى لوبه ده چې دهيوادملي ټيم يې دنوي ښوونکى په رهبرۍ  ترسره کوي  او تراوسه پورې دهيواد ملي ټيم په دغو لوبو کې  په  زړه پورې نتيجه  نه ده ترلاسه کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته