امنیت

دخواجه غار ولسوالۍ څو کلي دطالبانوله شتون څخه پاک شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ څوکلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
دوسله والو  طالبانو له شتون څخه دتخارولايت  د  خواجه  غار ولسوالۍ دپاکولو عمليات  له پرون څخه زور  اخيستى دى او  ويل  کيږي تراوسه پورې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان  اوښتى دى.
دتخار ولايت دپوليسو يو قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  چې امنيتي ځواکونه  بريالي شوي دي  چې د خواجه ولسوالۍ زياتره کلي دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاک کړي.
دخواجه غار ولسوالۍ ځينې سيمې  دوروستيو څو ورځو او دطالبانو دبريد په بهيرکې ددغې ډلې  تر کنترول لاندې ونيول شوې.
دپوليسو دغه قوماندان وايي چې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى.
له بله پلوه  دتخاروالي وايي  هلې ځلې کوي  چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه  دخواجه غارولسوالۍ  دټولو سيمو  په پاکولو سره پوځيانو ته لاره پرانيزي چې  دتخار له لارې په کندز ولايت کې  په وسله والو طالبانو بريد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته