اقتصاد

پاکستان دترانزيتي او تجارتي موافقه ليک په باب د خبرو دبيا پيل کيدو غوښتنه کړې وه .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دافغانستان اوپاکستان ترمنځ په تجارتي او اقتصادي اړيکو کې له دوه کلنې  ځنډ وروسته اوس داسې خبرونه ترلاسه کيږي چې ګڼې دپاکستان لورې غواړي ددواړو هېوادونو ترمنځ دګډې اقتصادي غونډې له جوړيدو مخکې داپتيکا  شپږمه غونډه جوړه شي .
  دکارپوهانو په باور  افغانستان  دلنډ مهالې ادارې له جوړيدو څخه تراوسه  پورې  تل هلې ځلې کړې دي چې په سيمه کې دسالمو اقتصادي او تجارتي  ښه اوزيات فرصت په سيمه کې  دناسالمو سياسي سياليو  پرځاى غوره کړي .
دغه کارپوهان طرحه کوي چې دافغانستان او هند ترمنځ دتجارتي  هوايي دهليز دجوړولو ، دچاه بهار بندر دفعالولو په خاطر ګډو هڅو او دتجارتي  اوسني پټلي دجوړولو لپاره هڅو ، افغانستان په پاکستان پورې  له تجارتي تړلتيا څخه وژغوره .
اوس پاکستان غواړي چې له دووکلونو وروسته ددواړو هېوادونو ترمنځ په کنګلو اقتصادي او تجارتي اړيکو اوبه  وشيندي  او بيا دافغانستان اوپاکستان  ترمنځ دترانزيتي موافقه ليګ  دبيا پيلولو لپاره خبرو ته حاضر شي
  په همدې حال کې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي  وايي دپاکستان لوري  وړانديز کړى دى چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ دګډې اقتصادي غونډې له جوړيدو مخکې دې دترانزيتي او تجارتي موافقه ليک په باب خبرې وشي .
افغانستان له ٢٠١٠  ميلادي کال څخه تر ٢٠١٥ کال پورې له پاکستان سره تجارتي او ترازيتي موافقه ليک لاسليک کړ .  خو دځينوکابل  ښاريانو په باور دغه موافقه ليک دپاکستان له خوا عملي نه شو اوپاکستان غواړي چې له اقتصادي اوتجارتي  اړيکو څخه هم دوسيلې په توګه کار واخلي .
کابل ښاري  حشمت الله ددغې موضوع په باب زيات فکر کوي .
دى وايي چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ تجارتي اړيکو کې خنډ او ځنډ  دافغانستان په ګټه  تمام شول که چيرې  پاکستان ترانزيتي او تجارتي موافقه ليګ  لاس ليک کړې واي نن افغانستان دبديلو لارو په لټه کې نه کيده .
دبديلو تجارتي لارو پيداکيدو افغانستان دپاکستان له اقتصادي او تجارتي تړلتيا څخه وژغوره او ددواړو هېوادونو ترمنځ دتجارتي اواقتصادي  اړيکو کچه بيخي ټيټه شوه .
ده وويل چې افغانستان دتجارتي  اواقتصادي  اړيکو دودې په باره کې دخبرو اومفاهمې مخالف نه دى . او دافغانستان حکومت دريځ په دې لاره کې   څرګند دى  خو داپاکستان  دى چې دپلمو په لټه کې دى.
ددغه هېواد سوداګر هم په ليوالتيا  سره غواړي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړيکې پراخې شي خو طرحه کوي چې بايد  ځينې پخواني  موافقه ليکونه تعديل شي .
خو دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مرستيال خانجان الکوزي په دې باب وايي داپتيکا  ددغې غونډې په اجندا کې دافغانستان  حکومت دتجارتي ترانزيتي او دپانګه والې دموافقه ليک  دتمديد  په باب چې موده يې بشپړه شوې ده خبرې وکړې .
  ده وويل چې دغه قرارداد له ٢٠١٠  ميلادي کال څخه تر ٢٠١٥ کال  پورې لاسليک شو چې په نه تمديد سره به يې  دافغان اوپاکستاني سوداګرو  ترمنځ پخواني ستونزې دوام ومومي .
ده  څرګنده کړه چې دوه کاله مخکې داپتيکا  وروستي غونډه جوړه شوه او په هغې کې پاکستان په دې بهير کې دتاجکستان دشريکولو غوښتنه وکړه .
خو افغانستان په دې موافقه ليک کې دهند دشريکولو غوښتنه کوله چې دافغانستان دغه غوښتنه دپاکستان له خوا رد شوې وه .
په هرحال  دخلکو هيله ده چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ تجارتي او ترانزيتي  اړيکې له نړيوالو تړونونوسره سم دمعتبر او تطبيق  وړ موافقه ليک په چوکاټ کې صعودي تګلورى ولري .
په دې غونډه کې به دغه شان هدف ترلاسه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته