ټولنه

په هرات کې له قانوني عمر څخه ښکته دنجونو دودونو د زياتوالى له امله انديښنې.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
په هرات ولايت کې له قانوني عمر څخه ښکته څه دپاسه دوه سوه تنو نجونو په تيرو لسو مياشتو کې ودونه کړي دي.
دهرات ولايت دبشر دحقوقو دخپلواک کميسيون مسوولينو اعلام کړى دى چې د روان لمريز کال له پيل څخه تراوسه پورې دوه سوه تنو نجونو چې قانوني عمريې نه وبشپړ کړى ودونه کړي دي .
دهرات دبشر دحقوقو دکميسيون دماشومانو دڅانګې مرستيال ملکي مسوولې ويلي دي چې دغه ودونه له نوولسو څخه تر پنځولسو کلونو پورې ثبت شوې دي.
دې وويل دغه رپوټونه دهرات ولايت دبشر دحقوقو دکميسيون د وروستيو تحقيقاتو پربنسټ ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته