ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام له خوا څلور زره کورنيو ته اسانتياوې برابرې شوې .

 کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې څلورزره کورنيو پرون  دملي پيوستون  دپروګرام  له اسانتياو څخه  ګټه واخيست .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي پيوستون پروګرام  دننګرهار ولايت دخوږيانيو په ولسوالۍ کې  ديوولسو مليونو  شپږ سوه  اته اتيا زرو افغانيو په لګښت د څوارلسو  ټولګټو پروژو  دکار په بشپړولو سره  ددغې ولسوالۍ  خلکو ته  لازمې اسانتياوې برابرې کړې .
په دغو پروژو کې  داستنادي ډيوالونو ،  داوبو لګولو دکانال ، داوبو دبندونو او د پلگوټو جوړول ،دکوڅو او دپليو لارو پخول او دڅښاک داوبو ديوسلو ديرشو څاګانو کيندل شامل دي .
  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت  دملي پيوستون پروګرام  په ننګرهار ولايت کې دفعاليت دپيل له وخت څخه تراوسه پورې ٢١٤٦کلي دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالى شوي دي  چې په بيلابيلو برخو کې  د٣٩٧١پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې  وړ وګرځوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته