سیاست

جمهوررئیس غني ټپي ناروغانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه

کابل باختردچنګاښ دمياشتې  ٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازیګر د سردارمحمد داوود خان او وزیر محمداکبر خان روغتونونو کې د بسترو ټپي ناروغانو پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د اختر مبارکي ورکړه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس لومړی سردارمحمدداوود خان روغتون ته ورغی په داسې حال کې چې د ملي دفاع لوی درستیز او د سردارمحمد داوود خان روغتون مسوولينو یې ملتیا کوله د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته یې ډاډګېرنه او نقدي مرسته ورکړه.
جمهوررئیس غني د سردار محمد داوود خان روغتون مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکاناتوڅخه کار واخلي. مسوولينو بستري ټپیانو ته د پر وخت رسیدګۍ په اړه جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو د هېواد د جمهوررئیس له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې وطن څخه په دفاع او د خلکو د سوکالۍ په لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
ورپسې جمهوررئیس محمداشرف غني وزیر محمداکبرخان روغتون ته د ټپیانو پوښتنې ته ورغی او هغوی ته یې هم د ډاډګېرنې تر څنګ د اختر مبارکي ورکړه.
د ټپیانو د پوښتنې پر مهال جمهوررئیس ته مسوولو ډاکټرانو د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه معلومات ورکړل. جمهوررئیس ټپیانو ته په وخت رسیدګۍ باندې ټینګار وکړ او بسترو ټپیانو  سره یې نقدي مرسته وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته