ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې اته تو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دجدي  ٣٠ :

په بغلان ولايت کې  نن ديوې ترافيکي پيښې له امله اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

دبغلان ولايت دترافيکو مدير   سمونوال سيدمحبوب سادات دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  نن غرمه  يو باروړنکې موټر   ددوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې له يوکرولا موټرسره ټکر وکړ  چې له امله يې دکرولا موټر درې تنه سپرلۍ ووژل شوي  او ديوې ښځې  او يو ماشوم  په ګډون پنځه تنه ټپيان شول .

دده دڅرگندونوله مخې   دپيښې ټپيان  ډير ژر دپلخمري ښار روغتون ته ليږدول شوي دي  او موظفو ډاکترانو دټپيانو روغتيايي حالت ښه بللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته