اقتصاد

د سالنګ د تخنيکي مطالعاتو او ډيزاين قرارداد لاسليک شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٧ :
دسالنګ دنوي تونل د تخنيکي د نوي مطالعاتو او ډيزاين قرارداد نن د فوايد عامې وزارت او د استراليايي شرکت (  SMEC) ترمنځ د ٦ر١٩ ميليونو ډالرو په ارزښت  دهېواد په اجرائيه رياست کې لاسليک شو.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
ددغه قرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې دفوايد عامې وزير  انجنيرمحمود بليغ وويل چې د پخواني شوروي جمهوريتونو د اتحاد له خوا د سالنګ تونل له  جوړولوڅخه پنځوس کاله تيريږي اوپه هېوادکې دنامناسبو شرايطو په دليل اوس دغه تونل ته جدي زيان اوښتى دى.
د فوايد عامې وزير داوسني تونل اودسالنګ دبديلو لارو د جوړولو په اړتياباندې ټينګاروکړ او ويې ويل: د دغه قرارداد له مخې چې د آسيا د پرمختيا بانک او د دوست هېواد جاپان له خوا يې ملاتړ کيږي، استراليايي شرکت د اوسنيو  انتخابونو په باره کې  ( خاواک _  خنجان،  دوشي _  باميان  _ د اوسني تونل  بيا راغاونه او د يوه نوي تونل دجوړولو ) په باره کې خپل مطالعات ترسره کړي دي   او د افغانستان دولت ته به يو مناسب انتخاب تشخيص کړي .
وروسته داسيا د پرمختيابانک رئيس توماس پنيلا د سالنګ واټ د جوړولو او د افغانستان په اقتصاد او پراختيا کې د دغې پروژې د ارزښت په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د سالنګ بياررغاونه او د نوي تونل جوړول نه يوازې د افغانستان په اقتصاد او کرنه کې بلکې د سيمې په ترانسپورتي سيستم او ترانزيت کې اهميت لري.
په کابل کې د آسيا د پرمختيا بانک رئيس زياته کړه چې د دغه واټ له لارې د آسيا مرکز  د آسيا له جنوب سره نښلول کيږي .
وروسته د استازو په مجلس کې د پروان استازي صديق احمدعثماني وويل چې د سالنګ تونل بيارغاونه او جوړول نه يوازې له اقتصادي پلوه په سياسي لحاظ   هم اهميت لري .
دغه راز دسنامجلس منشي فيصل سميع وويل چې د سالنګونو د بيا جوړولو  پروژه نه يوازې د افغانستان خلکو ته بلکې د سيمې هېوادونو ته هم زيات اهميت لري.
سميع دسالنګ اوسني حالت  دردونکى وباله  او دملي تدارکاتو په کميسيون کې يې    دواټونو اوسړکونو د جوړولو دقراردادونو په ځنډولو نيوکي وکړې.
ورپسي   په کابل کې دجاپان سفير ميت سوجي سوزوکا، افغانستان دسيمې ارتباطي پل وباله  او ويې ويل چې د دغه هېواد جغرافيايي موقعيت ځانګړى ارزښت لري .
د سوزوکا د سالنګ واټ د اهميت په باره کې خبرې وکړې او زياته يې کړه دا يوازينې تګلورى دى چې شمال له جنوب سره نښلوي.
دچاپان سفير په دې بيان سره  چې جاپان د دغې پروژې په سلوکې درې پنځوس تمويلوي زياته کړه چې جاپان په تيرو ١٥کلونوکې له افغانستان سره دخپل هېواد مرستې ٢ر٦ ميليارده ډالره وبلل .
په پاى کې  دملي وحدت دحکومت رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل: خوښ يم  چې نن يو داسې قرارداد دلاسليک کولو شاهديم  چې د هېواد د اقتصادي، ترانسپورتي او ترانزيتني حالت په ښه والي کې زيات اهميت لري .
د هېواد اجرايئه رئيس د سالنګ واټ جوړول له خلکو سره د ملي وحدت د حکومت د ژمنو يوه برخه وبلله او ويې ويل چې اوسنۍ لاره ترانسپورتي، ترافيکي او د تجارتي او اقتصادي فعاليتونو اړتيا نه شي لري کولاى په همدې دليل د بديلو لارو د جوړلو په لټه کې شوي يو.
ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې همدا اوس د دوشي _ باميانو واټ په پروژې کار دوام لري او د خاواک واټ په باره کې هم يولړ اقدامات شوي دي.
د هېواد اجرائيه رئيس د افغانستان په بيا جوړولو او پراختيا کې د جاپان او د آسيا د پرمختيا بانک د رغنده ونډې له امله قدرداني وکړه او جاپان يې  د افغانستان د خلکو  باوري دوست وباله .
ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان پراختيا ته د مرکزي آسيا د هېوادونو هيلو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د سالنګونو په  جوړولوکې به د سيمې ترانسپورت او ترانزيت او د جنوبي او مرکزي آسيا ارتباطاتو ته ځانګړې پاملرنه وشي .
د هېواد اجرائيه رئيس د فوايد عامي وزارت او د استراليايي شرکت ته په خطاب کې د دغې ملي پروژې په کيفيت او ستندرد باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه پروژه د افغانستان د راتلوونکي لپاره ستر رول لري.
د هېواد اجرائيه رئيس له دوست هېواد جاپان څخه وغوښتل چې د بګرام _جبل السراج له واټ سره چې تخنيکي مطالعاتو او ډيزاين يې بشپړ شوى دى، مالي ملاتړ وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته