اسلام اباد باختر د لړم پنځمه :
په بهرنيو چارو کې دپاکستان دصدراعظم سلاکار سرتاج عزيز پرون په هند کې داسيا دزړه په کنفرانس کې دګډون خبر ورکړ .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. ټاکل شوې ده داسيا دزړه کنفرانس دليندۍ په مياشت کې دهندوستان په امر يتسر ايالت کې جوړ شي .
سرتاج عزيز چې په اسلام اباد کې دخبريالانو په وړاندې خبرې کولې وويل چې دپاکستان حکومت دکشمير دخلکو دبرخليک دټاکنې دعلت د څيړنې په اړوند يوکمپاين پيل کړى دى .
پخوا دهندي مقاماتو دسارک په کنفرانس کې له ګډون څخه چې ټاکل شوې ده په اسلام اباد کې جوړ شي ډډه کړې ده .
دغه وينا دهند تر ادارې لاندې کشمير کې دپوليسو په يوې قرارګاه له بريد رووسته په اټومي وسلو ددوو سمبالو ګاونډيانو ترمنځ دتاوتريخوالي له زور اخستو وروسته وشوه .
0 1 دقیقه لوستل