امنیت

طالبانوخپل دوه غړي په غور کې په دار وځړول

-کابل/ دتلې  ١٩مه / باختر :
وسله والو طالبانو دخپلې ډلې  دوه غړي پرون  په غور کې په دار وځړول .
دغور دامنيې قوماندانۍ وياند سميع نژاد باختراژانس ته وويل چې،  دغور لپاره  دطالبانو نومول شوى مرستيال مولوى احمد شاه  او دهغه افرادو دغه دوه طالبان  ددغه ولايت په چارسدې ولسوالۍ کې دخپلو کليدي افرادو دترور په اړوند  په يوه صحرايي  محاکمه کې په دار وځړول ..
هغه زياته کړه چې  دغو دوو تنو پنځه کاله په غور کې  دطالبانو دډلې په ليکو کې  فعاليت  درلود .
  ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته