کابل باختر دکب يو ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرى نن دنوروز دلرغوني جشن دنمانځنې لپاره دتياري دکميسيون غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دکميسيون غړو په ترتيب سره دخپلو اړوندوبنسټونو دکړو وړو او تياري رپوټونه وړاندې کړل .
دغه راز دمسوولو کميټو دجوړولو او دهغو دغړو دټاکنې ، دکميسيون دعمومي اجندا دبرابرولو او دنوروز دلرغونې جشن لپاره دتياري دپروګرامونو په باره کې خبرې وشوې او د جشن دنمانځنې ځاى اوداړوندو بنسټونو پروګرامونه مشخص شول .
دکميسيون غړو ددې تر څنګ چې خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل دبيلابيلو فرهنګي او دوديزو پروګرامونو او دنندارتونو دجوړولو په برخه کې يې دخپل تياري ډاډ ورکړ .
په غونډه کې په دې ترڅ کې چې دنوروز دجشن دنمانځنې ځينې ځايونه مشخص شول ، پريکړه وشوه چې دکميسيون بيلابيلې برخې دې په راتلونکې غونډه کې دخپلو کړنورپوټونه وړاندې کړي .
دغه راز پوهاند باوري په ښه توګه د ١٣٩٧ کال دنوروز دلرغونې جشن دنمانځنې او په دې مناسبت د پروګرامونو دهمغږى په خاطر ټينګار وکړ .
ختم_ ف _ اکرم