کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
نولس تنه وسله وال طالبان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دافغان امنيتي ځواکونو له
خوا ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو د بغلان ، فارياب ، قندهار، هرات او د فراه ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، پنځه تنه ټپيان او شپږ تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه مهمات او چاوديدونکي توکې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو دوسله والو طالبان له خوا د کابل او فراه د ولايتونو په مربوطاتو کې دوه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل.
2 د یوې دقیقې څخه لږ