ټولنه

په پروان کې د اتو کليو اوسيدونکو ته د څښاک اوبه برابريږې

کابل باختردزمري دمياشتې ٩نيټه :
د پروان ولايت د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست د دغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د اتو کليو اوسيدونکو ته د څښاک اوبه برابروي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
دپروان ولايت د کليود بيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د دوو ميليونو او شپږ زره افغانيو په لګښت اوپه سلوکې د لسو د خلکو په ونډې سره به د څښاک د اوبو ٢٠ څاګانې د بګرام ولسوالۍ په دولت شاهي سيمه کې په اتو کليو کې وکيندل شي.
د بګرام ولسوال سيف الله بيدار په دغې ولسوالۍ کې د اوبو کمښت لويه ستونزه وبلله  او ژمنه يې وکړه چې د دغو پروژو د امنيت په تامينولو کې همکاري کوي .
په همدې حال  کې د بګرام ولسوالۍ خلک هم د خوشحالۍ په څرګندولو سره د دولت له انکشافي پروګرام څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته