فرهنګ

دسنځلودګلو مشاعره په لوګر کې جوړه شوه .

کابل باختر د ثور  ٢٤
دسنځلو دګلو دوديزه مشاعره پرون  په لوګر ولايت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  د سيمه ئيزو مسوولينو ، دجمهوري رياست دهيئت او ددغه ولايت دشاعرانو او ځوانانو په ګډون  په  پل علم ښار کې  جوړه شوې وه .  دعامې روغتيا په چارو کې دجمهوررييس سلاکار رضوان الله احمدزي  ددغې مشاعرې جوړول  دهېواد دفرهنګ دبډاينې په لاره کې اغيزمن ګام وباله  او په انتخاباتو کې دخلکودګډون په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه  که چيرې  دلوګر ولايت  دخلکو د نوم ليکنې په پروګرام کې له کومې ستونزې سره مخامخ وې  کولاى شي  خپلې ستونزې له هيئت سره  شريکې کړي . چې دانتخاباتو په  بهير کې  خلک  زياته ونده واخلي .
په دې غونډه کې دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي دسنځلو دګلو مشاعره  دلوګر ولايت دخلکو له دودونو څخه وبلل  او څرګنده يې کړه چې دسنځلودګلو ښه بوى ددې سبب کيږي  چې ددغه ولايت شاعران او فرهنګيان  دهغه په وصف کې شعر ووايي . او فرهنګي جشن جوړ کړي .
دلوګر والي  په دغه ولايت کې  يولړ چلنجونه بيان کړل او ويې ويل  چې  دباور دفضا او له پوهنې سره دخدمت دفضا په تينګښت سره  کولاى شي  موږ له موجودو چلنجونو څخه  وباسي .
دلوګر والي له خلکو څخه وغوښتل چې دشفافو او عادلانه انتخاباتو دترسره کولو په خاطر په دقيق فکر سره  خپل استازي وټاکي .
دغه راز د کوچيانو او د شخړو دحل په چارو کې دجمهور رييس سلاکارانو علم ګل کوچي او انجنير اسد الله فلاح  دانتخاباتواو دنوم ليکنې په بهير کې دخلکو  دپراخ ګډون په باب خبرې وکړې  او له فرهنګيانو، ځوانانو او له قومي مشرانو څخه يې وغوښتل چې ددغه ملي پروګرام ملاتړ وکړي .
دغونډې په بهير کې مستري زلمي ،  نذير احد زاهداو يوشمير نورو شاعرانو د سينځلو دګلو په اړوند خپل شعرونه ولوستل .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته