خبرونهامنیت

د هرات کرخ ولسوالۍ د پوځيانو ترکنترول لاندې راغله

کابل / د زمري لومړۍ / باختر

پوځيانو د وګرنیوځواکونو په مرسته د هرات کرخ ولسوالۍ له طالبانوڅخه بېرته ونیوله.

د طالبانو له شتون څخه د کرخ ولسوالۍ د پاکولوعملیات تېره شپه ترسره شول او ترنن سهاره پورې دوام وکړ.

د هرات یوې امنیتي سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې د دغو عملیاتوپه پایله کې ۱۵ طالبان ووژل شول او ۲۰ نورټپیان شول.

هغه وویل چې پوځيانو د کرخ ولسوالۍ له پاکولو وروسته  د پوځي قرارګاووپه جوړولوسره به په دغه ولسوالۍ کې شتون ولري چې د طالبانو د بېرته راتلو مخه ونیسي.

د کرخ اوسېدونکو سره له دې چې د طالبانوله واکمنۍ څخه وژغورل شول خوښ دي.

د کرخ ولسوالۍ د هرات ښارپه ختیځ کې شتون لري دغه ولسوالۍ څه نا څه ۲۰ ورځې مخکې د طالبانو په بریدونو کې  د دوی ترکنترول لاندې راغلى و.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

– ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته