ټولنه

د ملي هنرمند عبدالله مقري پر مړینې د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررییس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پيغام

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
په ‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې پر وطن، وطنوالو، ژوند او هنر مین ملي، وطنپاله او حماسي هنرمند عبدالله مقری د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
ارواښاد عبدالله مقري د هېواد د ملي او نومیالي هنرمند په توګه ډېر کلونه له سوز او سازه ډکو زمزمو کې د وطن مینه، وطنپالنه، د هېوادوالو دردونه او ستونزې زمزمه کړې او د خپلو ملي او وطني سندرو له برکته د هېوادوالو او خپلو مینه والو په زړونو کې خاص ځای لري.
عبدالله مقري په هنري، سندریز او خواږه انداز خلک د وطن آبادۍ، یووالي او سوله ییز ژوند ته وهڅول. له ژوند، وطن او هنر سره مینه او د وطنپالنې عالي روحیه او پیغامونه یې د افغانستان تر هرې سیمې، کور او خپلو مینه والو ورسول، مړینه یې د افغاني هنر او موسیقۍ لپاره لویه ضایعه ده.
د ارواښاد عبدالله مقري د وفات له امله د نوموړي غمجنې کورنۍ، د افغانستان هنرمندانو او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوم او د خدای تعالی (ج) په دربار کې مرحوم ته د فردوس جنت دعا کوم.
پای/ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته