امنیت

په جوزجان کې د سولې له بهير سره د ١٥وسله والوطالبانو پيوستون

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
په جوزجان ولايت کې يوه پنځلس کسيزه ډله وسله وال طالبان پرون د سولې له بهير سره يوځاى شول.
دغه کسان د ملا سلام په سرګروپۍ د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې چې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت و، همدا اوس له خپلو پنځلس ميلو وسلو سره د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په کليو او بانډوکې د امنيتي ارګانونو د اوپراتيفي کار له امله دغه کسان له دولتي ځواکونو سره يوځاى شول او په دې ولسوالۍ کې اوپراتيفي کارونه دوام لري چې نور طالبان هم له دغه بهير سره يوځاى شي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم په بشارت مشهور د قوماندان محمد نبي او په کاروان مشهور د ګلبدين په سرګروپۍ ١٦ تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره يې د سولې له بهير سره يوځاى شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته