سیاست

د جمهور رييس غني په مشرۍ د کابينې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابينې فوق العاده غونډې د هيواد عمومي امنيتي حالت له دې جملې څخه په خپل وخت د تروريستي بريدونو په تېره بيا د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند د (سياه سنګ) په سيمه کې د وړمې شپې د تروريستي بريد مصيبت ځپلو کسانو ته د مرستې رسولو بهير وڅيړه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې پرون په ارګ کې جوړه شوه؛ په ښه توګه مصيبت ځپلوکسانو ته د لازمو مرستو د برابرولو او سمون په اړوند خبرې وشوې.
د کابينې فوق العاده غونډې پريکړه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت او د حکومت نور وزارتونه دې په ټولوحالاتو په تېره بيا د بيړنيو پيښو د رامنځته کيدو په وخت د هيواد له روغتونونو سره همکاري وکړي او د اسلام د مقدس دين د لارښوونو په رڼا کې دې د حق او باطل د تفکيک په خاطر د عالمانو له شورا سره ګډ کار وشي.
دغه راز د کابينې غونډې د بيړنيو حالاتو د کميټې د کاري ظرفيت په لا زياتې پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
د کابينې له غونډې وروسته، جمهور رييس غني د يوه حکم په ترڅ کې د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند د (سياه سنګ) په سيمه کې د وړمې شپې د تررويستي پيښې او د دغه شان نورو پيښو له مصيبت ځپلو کورنيو سره د مرستې په مقصد يو کميسيون موظف کړ.
دغه کميسيون دنده لري چې په ښه توګه او په سملاسي ډول د دغه شان پيښو ټپيانو ته د مرستې رسولو په خاطر لازم ظرفيتونه پيدا کړي.
دغه راز دغه کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د مرستې رسولو چارې دې په ښه توګه تنظيمې کړي او مصيبت ځپلوکسانو ته دې سملاسي مرستې ترلاس لاندې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته