سیاست

٢٠١٤ کال به د هيلو او فرصتونوکال وي

کابل باختر دمرغومي اتمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې ٢٠١٤ کال  د افغانستان د خلکو لپاره دهيلواوفرصتونوکال وباله.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې زياترو لويديځو رسنيو ٢٠١٤ کال د افغانستان خلکو ته يوه ويرونکې څيره بللې ده .
موسي زي په دې خبري ناسته  کې په سياسي، نظامي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې د اوسني نظام برياليتوبونو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د دغو برياليتوبونو په پام کې نيولو سره به ٢٠١٤ کال د افغانستان د خلکولپاره دهيلواوفرصتونوکال وي.
ده دغه راز طرحه کړه چې دغه کال به دافغانستان دخلکو سولې او ثبات اوله نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د اړيکو او همکاريو د پراختيا کال وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته