اقتصاد

تبصره

کابل باختر دتلي نهمه :
دافغانستان دولت په هېواد کې دخصوصي برخې دپانګونې دودې ضمانت کوي او دمزارشريف په ښار کې دګازي بريښنا دتوليد ددستګاه ددرولو په موخه له خصوصي شرکتونوسره دانرژي او اوبو وزارت تيارى ، دسروبي  ددويم بند جوړول ، دهرات حلقوي سړک او په لسګونو نورې پروژې دهمدغې ژمنې نښې نښانې دي .
  دباختراژانس مبصر ليکي : دانرژي او اوبو وزارت او خصوصي شرکت دسروبي  دبريښنا دتوليد ددويم بند جوړولو ته چمتو شوى دى، هغه اقتصادي  پروژه چې دکابو درې سوه مليونو ډالرو په لګښت به ديوه خصوصي شرکت له خوا جوړ شي او د ١٨٠ ميګاواته بريښنا دتوليد زمينه به برابره کړي .
دغه پروژه کولاى شو په هېواد کې  دبريښنا انرژۍ  دتوليد په موخه يوه بنسټيزه  پروژه او په خپلو پښو دافغانستان ددرولو په لاره کې يون وبولو .
نن افغانستان دخپلې اړتياوړ يوه برخه بريښنا له بهرنيو سرچينو څخه تامينوي او هغه هم دومره نه ده چې وکولاى شي په هېواد کې ټولو اړتياو ته ځواب ووايي .
افغانستان دبريښنا انرژۍ ته اړتيا لري  په هېواد کې  زياتې سرچينې اوامکانات  شتون لري چې افغانستان کولاى شي دخپلې اړتياوړ بريښنا  تامين کړي بلکې کولاى شي نورو هېوادونو ته هم بريښنا صادره کړي خو بهرني لاس وهنې ، اقتصادي ستونزې ، ناامنى او په ځينو حالاتو کې هم دپروګرام او دمديريت نشتوالي ددې سبب شوى دى چې افغانستان له خپلو آبې سرچينو څخه لازمه استفاده ونه کړاى شي .
خو  دسروبي دبريښنا دتوليد ددويم بند دجوړولو په موخه دانرژي او اوبو وزارت او دالکوزي شرکت تياري وښودله چې دولت دبنسټيزو پروژو دجوړولو او دکار موندنې  دخصوصي برخې دودې لپاره اراده لري خصوصي برخې ته داقتصادي پروژه ورکول او په دى برخه کې ددولت نوښتونه خلکو ته دکار او کسب زمينه برابروي  او ښاري اوکليوالي اقتصاد ته  وده ورکوي .
خصوصي برخه کولاى شي  دسوداګرۍ ، دخوراکي توکو دصنايعو او دکرکيلې په بيلابيلو برخو کې اساسي او بنسټيز رول ولري او دهېواد داقتصاددڅرخيدو موتور وبلل شي،  که چيرې ټاکل شوى وي موږ خصوصي برخه دهېواد داقتصاد دڅرخيدو موتور تصور کړو خو دغه برخه ددولت او په هغه پورې داړوندو بنسټونو له همکارۍ پرته نه شي کولى  وده او پرمختګ وکړي .
دلته دغه راز دې ته اړتيا ده چې خصوصي برخه هم له محافظه  کارانه او استفاده غوښتوونکي اقدام څخه لاس په سرشي او هغو نيوکو او انتقادونو ته چې دسوداګرو ، پانګه والو او دخصوصي برخې له  خوا په بيلابيلو برخو کې شته ځواب ووايي او دخصوصي برخې دپانګونې په لاره کې معقول او اسانه چلند غوره کړي  يعني ددولت برخه او خصوصي برخه خپله همکاري زياته کړي او دولت دې خپل  ملاتړيز رول لوړ کړي .
په افغانستان کې سره له دې چې دپانګونې لپاره زيات ظرفيت او سرچينې  شتون لري انساني ظرفيت او سرچينه هم دومره ده چې کولاي شي  له دغو ظرفيتونو څخه دکاراخستلو لپاره عامل  وي بايد ورڅخه ګټه واخستل شي .
دغه راز ښه به وي چې ددواړو  لورو په ګټه  له ظرفيتونو څخه داستفادې په موخه دګاونډيو هېوادونو پاملرنه جلب شي که چيرې  موږ نن دسروبي دبريښنا توليد ددويم بند په جوړولو دپانګوني خبرې کوو دهېواد په ولايتونو کې يوزيات شمير سترې ابي پروژې شته چې کيداي شي دافغانستان او دګاونډيو هېوادونو ترمنځ په ګډو هلوځلو سره جوړې شي او دسيمه ئيزې اقتصادي ودې زمينه برابره شي.
   ښه به  وي چې افغانستان دفرصتونو اوظرفيتونو هېواد وبلل شي نه دسياليو او ناخوالو ډګر .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته