اقتصاد

د ننګرهار برېښنا ریاست ته ۲۰ جنراتورونه ورکړل شول

کابل / د زمري ۹ مه / باختر
د جمهور رییس محمد اشرف غني په حکم ننګرهار ته د ۵،۱۰ ميګاواټو په ظرفيت د برېښنا د توليد ۲۰جنراتورونه ورکړل شوي و چې نن د دغه ولایت برېښنا ریاست ته وسپآرل شول.
د ننګرهار د برېښنا ریاست مشر غلام حیدر فقیرزی وايي چې دغه جنراتورونه د ۱۰،۵ ميګاواټه برېښنا د تولید ظرفيت لري.
فقیرزی زیاتوي چې د جنراتورونو په فعالولو سره به د ننګرهار د برېښنا کچه ١١٥،٥،ميګاواټو ته لوړه شي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته