امنیت

د کندز ښار د تروريستو طالبانو له شتون څخه پاک شو

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٩
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې د کندز ښار نن سهار د امنيتي ځواکونو د ګړنديو عملياتو په بهيرکې د طالبانو او تروريستانو له شتون څخه پاک شو.
د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تيرې شپې د لسو بجو په شاوخوا د کندز ښار د بېرته نيولو په خاطر عمليات پيل کړل.
سره له دې چې د دښمن مقاومت سخت و؛ خو امنيتي ځواکونه بريالي شول دښمن له کندز ښار څخه وشړي.
د دغو عملياتو په بهيرکې ١٥٠ تنه دښمنانان ووژل شول او ٩٠ تنه نوريې ټپيان شول.
نن سهار د اووبجو په شاوخوا کې د ملي اردو قطعات بالاحصار ته ننوتل؛ د رحمت خان د پله ساحه هم د ملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلې ده او همدا اوس عمليات د سه درک په ساحه کې دوام لري او دښمن د مقاومت توان نه لري.
په وينا کې دغه راز ويل شوي دي چې د دغو عملياتو په بهيرکې ملکي وګړو ته د سر زيان نه دى اوښتى.
دغه راز ويل شوي دي چې طالبانو د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ ناکامه بريد ترسره کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته