امنیت

په نورستان کې د اتو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

–  دپارون ښار/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٣مه
اته تنه وسله وال ډار اچوونکي د هېواد په ختيځ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته       کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو ډار اچوونکو هغه وخت ډيورنډ کرښې ته څېرمه بريدونه وشول چې د افغان پوځيانو په کاروان يې ډزې وکړې.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې مخامخه جګړه کې اته تنه وسله وال پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه وسله وال طالبان نوي نورستان ولايت ته راغلي وو او کله يې چې غوښتل په کامدېش ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په کاروان بريد وکړي؛ د پوځيانو  له خوا ووژل شول .
د يوبل خبرله مخې:
په نورستان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د سيمې د خلکو په همکارۍ د دغه ختيځ ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه اته ماينونه کشف او شنډ کړل.  
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته