سیاست

دچارو پوهان : دامريکا استازي پرې نښودل چې هند افغا نستان ته درندې وسلې ورکړي .

کابلباختردسرطان١٧
دملي ارمان ورځپاڼې په خپلې نننى ګڼه کې (دامريکا استا زي پرې نښودل چې هند افغا نستان ته درندې وسلې وکړي ) ترعنوان لاندې يو رپوټ خپور کړ.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې حامد کرزي تيره مياشت هندوستان ته دخپل سفر په بهير کې ، له دغه هيواد څخه ددرندو وسلو غوښتنه وکړه او په همدې مقصد يې دهند حکومت ته يو فهرست وړا ندې کړ خود هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د جمعې په ورځ ويلي دي چې هند افغانستان ته درندې وسلې نشي ورکولي اود هيواد د جمهور رئيس وړانديز يې رد کړ .
ځينې پوهان په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امريکا استازي جيمزدابنز هند ته دخپل سفر په وخت کې ښايي ددغه هيواد له مقاما تو څخه غوښتي وي چې د افغانستان حکومت ته دوسلو له ورکولو څخه دې ډډه وکړي .
ورځپاڼه ددغو پوهانو له خولې ليکي چې امريکا په هغې وفاداري سره چې له پاکستان سره يې لري، نه غواړي چې افغانستان ددرندو وسلو خاوند شي.
ملي ارمان دخپل مطلب په دوام په ولسي جرګه کې د بدخشان د استا زي لطيف پدرام خبرو ته په اشارې سره ليکي چې ده په صراحت سره د استازو په مجلس کې وويل چې امريکا په درندو وسلو  د افغا نستان  دوسله والو پوځونو دسمبالولو نيت نه لري او بايد دغه نقيصه د افغا نستان حکومت لرې کړي .
رپوټ زياتوي چې دنظامي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت په همدې اړوند رسنيو ته ويلي دي چې د هند بديل ، روسيه ده چې زموږ حکومت ته درنده وسله ورکړي .
ملي ارمان ددغه رپوټ په پاى کې ليکي چې نړيوالې جاسوسي شبکې په تيره بيا دپا کستان استخبارا تي سا زمان ياآى ، اس، آي ، له تروريستي ډلو په تيره بيا له طالبانو سره له اندازې زياتې پوځي مرستې کوي او که چيرې افغانستان درندې وسلې ترلاسه نه کړاي شي ، لرې نه ده چې پا کستان ،هيواد اشغال کړي او په هيواد کې تورې ورځې تکرار شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته