۱۰۰ ورځې

دملګروملتو دسازمان دسرمنشي مرستيال : موږ دافغانستان د جمهوري رياست په انتخاباتو کې بېطرفه يوخو له فني پلوه به له انتخاباتي بنسټونوسره مرسته وکړو

کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دملګرو ملتو دسازمان دسرمنشي مرستيال د جمهوري رياست له ټولو نوماندانو څخه  غواړي  چې د جمهوري رياست دانتخاباتو نتيجې ومني .
دباخترآژانس دخبرله مخې  :  دملګروملتو دسازمان  دسرمنشي مرستيال هروه لادتسوس  چې  دنوروز  دنړيوال  جشن دنمانځنې په مراسمو کې  دګډون لپاره  کابل ته سفر کړى دى ، په يوه غونډه کې وويل :  دافغانستان په انتخاباتو کې دجمهوري رياست  نوماندان بايد  دانتخاباتو نتيجې له اعلام وروسته  اودانتخاباتو دمسوولو مراجعو له خوا دهغو له تائيد وروسته ومني اوپه تقلب  تورن کول بايد  دانتخاباتودنتيجو دنه منلو لپاره  پلمه نه شي .
ده زياته کړه :  په انتخاباتو کې پراخ تقلب کولاى شي  دافغانستان له نوي دولت سره  دنړيوالې ټولنې  دهمکاريو دوام له ستونزو سره مخامخ کړي .
ده ټينګار وکړ پراخ تقلب به نه يوازي  دجمهوري رياست دنوماندانو لپاره دانتخاباتو دوروستيو نتيجو منل  سخت کړي  بلکې  دمرستو په دوام او له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې په  ژمنو باندې به هم اغيزه وکړي .
لادسوس زياته کړه  دملګروملتو سازمان دافغانستان دجمهوري رياست په انتخاباتو کې بيطرفه دى  يوازې له فني پلوه به  له انتخاباتي بنسټونوسره به  مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته