امنیت

په سرپل کې دنوې نښتې له امله دنهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې له پوځيانو سره په نوې نښته کې ووژل شو .
جګړه نن سهار هغه وخت  ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دکوهستاناتو ولسوالۍ بازار ته څيرمه په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
په سرپل ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دوسله والو  طالبانو دډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته