کابل باختر د غويي دمياشتې ۲۳مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دولت ۸۳ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په پايله کې د طالبانو د ۳ تنو سیمه يیزو قوماندانانو په ګډون ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي ، ۲۰ تنه ټپيان او ۲ تنه نور نیول شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي چې دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا،خوست، لوګر، قندهار، روزګان ، غور ، کندز ، فاریاب ، بغلان، سرپل، سمنګان، بدخشان اودهلمند په ولایتونو کې ترسره شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل