امنیت

دهېواد په ختيځ کې د ٩تنو ډاراچوونکو وژل کيدل او ديولړ چاودنو مخنيوي

دپارون ښار باختردوږي دمياشتې ١٦نيټه : دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه وسله وال طالبان دهېواد په ختيځ نورستان ولايت کې په هوايي بريد کې ووژل شول . په دغو داعشيانو تيره شپه په کامديش ولسوالۍ کې ددوى په پټنځى هوايي بريد وشو . دهېواد په ختيځ کې دملي ارديوه يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې هوايي بريد کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول . ده وويل ؛ دغه وسله وال طالبان کله چې په خپل پټنځي کې د يولړتروريستي فعاليتونو په سازمان ورکولو بوخت وو ، پرې هوايي بريد وشو. ويل کيږي په دې هوايي بريد کې دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى . ديوبل خبرله مخې ؛ په نورستان ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه. امنيتي ماموران نن سهار دنورستان ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه درې ماينونه کشف اوشنډکړل. تراوسه پورې هيچا يا کومې ډلې ددغو ناکامو ماين ښخولو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى ، خوځيني امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته