سیاست

د سولې لپاره د پیاوړې ملي اجماع اړتیا

کابل/ د تلې ۳۰ مه / باختر
شک نشته چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د وروستیو رڼو پایلو له اعلان او بیا د دغو پایلو له مخې د ټاکل شوي جمهوررییس له لوړې وروسته به د حکومت تر ټولو ستر لومړیتوب د سولې خبرو د پیل لپاره د شرایطو برابرول وي. هېڅوک پر دغه واقعیت سترګې پټولی نه شي چې د سولې په اړه په کور دننه ستونزې شته او تر هغو چې دا ستونزې حل نه شي، ګرانه به وي چې د سولې خبرې ښه پرمختګ وکړي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دغو ستونزو ته کتنه کړې ده او لیکي:
په تېرو څلورو لسیزوکې ډول ډول بهرنیولاسوهنو، کورنیو ناندریو او تپل شویو جګړو په افغاني ټولنه کې ډېر ژور درز او انقطاب رامنځ ته کړی دی. په تېرو دوولسیزو کې یانې په افغانستان کې د نظام جوړونې د بهیر له پيله راهیسې، له بده مرغه د دغه درز او انقطاب د له منځه وړلو او د ټولنې د سیاسي یووالي د پیاوړتیا لپاره د پام وړ کار ونه شو. برعکس، دا درز او  انقطاب لا پراخ شو او نورې ګڼې ستونزې یې هم راوټوکولې.
یوه له دغو ستونزو، ژوره بې باوري ده چې ټولې سیاسې ډلې یې رانغاړلي دي.
هېڅوک پرهېچا باور نه لري، ټول یو بل ته د شک په سترګه ګوري او ځیني خو لا یو بل ته د څا د کیندلو هڅه او کوښښ هم کوي او غواړي چې خپل سیال ورټېل وهي.
نن یو سیاسی ایتلاف جوړ شي، خو پر سبا بېرته ونړېږي، نن یو سیاستوال له یوې ډلې سره د ژمنتیا او تعهد ټټر وهي، خو سبا بیا بلې ډلې ته وردانګي. په سیاسي انډیوالیو کې هم ثبات او پایښت نشته. دا د سیاسي بې باورۍ پایلې دي او زموږ په ټولنه کې د سیاسي فرهنګ د کمزورتیا ښکارندویي کوي.
دغه راز ژورې بې باورۍ په کور دننه د سولې په اړه ملي اجماع ته رسېدل خورا ستونزمن کړي دي. که یو لوری سولې ته د رسېدو کومه طرحه وړاندې کوي ، نو بل لوری پرته له دې چې دغه طرحه ولولي، ټول اړخونه یې وڅېړي او بیا یې په اړه قضاوت وکړي، له ځنډ پرته د هغې پر خلاف غږ پورته کوي او په ړندو سترګو یې ردوي.
کله چې په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې روانې وې او دغه راز په مسکو او دوحه کې د افغاني ډلو ترمنځ ناستې جوړېدې، نو پر یو بل د سیاسي ډلو د نیوکو بازار ښه تود و. هرې ډلې به پر بلې د خیانت تورلګاوه او هرې یوې هڅه کوله چې خپله سیاله ډله بدنامه کړي.
دغه راز چلند د سولې په اړه ملي اجماع ته د رسېدو لاره ستونزمنوي، خو دا باید ټولو لوریو ته لکه لمر روښانه وي چې له کورنۍ پیاوړې اجماع پرته د سولې خبرې پرمختګ کولای نه شي او تل به یې مخې ته خنډونه راولاړېږي.
سوله باید د سیاسي ډلو ترمنځ د منفي سیالیو سبب نه شي، برعکس سوله باید پر یو ټغر د ټولو سیاسي ډلو د راټولېدو سبب شي. نن د سولې په اړه د ټولو یووالي ته داسې اړتیا ده لکه په سبو کې مالګې ته.
د سولې په خبرو کې د دغې یا هغې ډلې د لرې کولو او نفې کولو موضوع باید مطرح نه وي، بلکې د ټولو د راټولولو موضوع باید مطرح وي. هېڅوک باید دا کوښښ ونه کړي چې د سولې لپاره هڅې د ملي  اجماع له چوکاټه بهر تر سره کړي. دغه راز کوښښونه مثبته پایله نه شي رامنځ ته کولای او جګړې ته پای نه شي ورکولای.
ټول باید د پیاوړې ملي اجماع لپاره کار وکړي.
پاى/ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته