کابل / باختر/ د وږي ٤مه
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه په پروان کې يوسرتېرى په ډزو سره شهيد کړ.
د پروان د جبل السراج ولسوال سيف الله بيدار باختراژاژنس ته وويل، چې د جبل السراج ولسوالۍ کوزګذر ته څېرمه د پوليسو د پوستې مشر نصر الله د دندې پر لور د تلو په وخت کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو .
هغه وويل چې په پېښه کې د ده يو ساتونګى او ملکي وګړى هم شهيدان شوي دي.
تر اوسه پورې د پېښې انګيزه روښانه نه ده.
ختم_عطاالله_ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ