کابل باختر د چنګاښ يو ويشتمه
دجوزجان ولايت دشبرغان _ اندخوي تر لويې لارې پورې دخواجه دوکو ولسوالۍ د سړک دپخولوکار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دجوزجان ولايت دفوايد عامې سرپرست عطاو الله باختر اژانس ته وويل دغه سړک د ٤٥٠٠ مترو په اوږدوالۍ او دشپږو مترو په سور دفوايد عامې وزارت له پرمختيايي بودجي څخه دڅه دپاسه اووه څلويښتو مليونو افغانيو په لګښت قير شوي دي .
يو اړونده خبرځاى وويل ددغه سړک په تګلوري کې اووه پلګوټي هم جوړ شو ي دي چې ددغه ولسوالۍ دخلکو دتګ راتګ ستونزې لري شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دغه سړک دخواجه دوکو ولسوالۍ مرکز دشبرغان _ اندخوي له لويي لارې سره نښلوي .