۱۰۰ ورځې

په زرګونو تنو په هرات کې په انتخاباتو کې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ اعلام کړ .

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
په زرګونو  تنو په هرات ښار کې دغونډې  په جوړولو سره دجمهوري رياست په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي  له نوماندۍ سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
دغونډې برخه والو دخپلې  خوښې له نوماند څخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې د برياليتوب په صورت کې دې  په هيواد کې دبې وزلي له منځه وړلو او دامنيت تامينولو ته زياته پاملرنه وکړي .
   ډاکتر اشرف غني  احمدزي په دې غونډه کې له طبيعي سرچينو څخه استفاده ، کارموندل او پانګې اچونې ته پاملرنه دافغانستان داقتصاد دودې او دبې وزلي دله منځه وړلو لارې چارې وبللې اوژمنه يې وکړه چې په را روانو انتخاباتو کې دبرياليتوب  په صورت کې به دښځو دحالت دښه والي لپاره ځانګړي پاملرنه وکړي
په کابل کې هم په سلګونو تنو دجمهوري رياست په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمد زي  له نوماندۍ سره خپل ملاتړ څرګند کړ .
  ددغې غونډې برخه والو ډاکتر احمدزي دافغانستان دجمهوري رياست  لپاره ډير مناسب شخص وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته