امنیت

په غزني کې د انسان تښتوونکو له خوا د يو سوداګر د زوى وژل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٨
انسان تښتوونکو په غزني ولايت کې د يو سوداګر زوى وواژه.
پوليس وايي چې دوى د دغه ځوان مړى چې د ملي سوداګر حاجي غلام حضرت زوى دى؛ پرون ناوخته د غزني ښار د مير محمدخان په کلي کې له يوې بوجۍ څخه کشف کړ.
دغه ځوان دوه ورځې مخکې د يوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى و .
دغزني ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په ظاهره انسان تښتوونکو د پيسو د نه ترلاسه کولو په غبرګون کې د دغه ملي سوداګر زوى وژلى دى.
ده وويل چې د دغې پيښې دعاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته