امنیت

وسله والو طالبانو په فراه کې دملي اردودسرتيرو په يوې اډې بريد وکړ

کابل باختر دلړم دريمه :
وسله والو طالبانو په فراه ولايت کې دملي اردو دسرتيرو په يوې اډې ډله ئيز بريد وکړ .
ددغې پيښې  له امله دملي اردو سرتيرو ته دسرداوښتو زيانونو په باب ضد او نقيض  خبرونه خپاره شوي دي .
دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو له څو استفامتونو څخه دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې دبلندي په نامه په يوې پوځي اډې بريد وکړ.
دفراه ولايت دپشت رود ولسوال غوث الدين نورزي باختراژانس ته وويل چې دطالبانو په دې بريد کې دملي اردو ١٣ تنه سرتيري شهيدان شوي دي .
ده وويل چې وسله والو طالبانو ددغې اډې  له نيولو وروسته دهغې ټول جنګي وسايل  او تجهيزات  له ځان سره يوړل او يايې ويجاړ کړل . خو دافغانستان په لويديځ کې دظفر قول اردو وياند نجيب الله نجيبي دطالبانو په دې ډله ئيز بريد کې دشهيدو سرتيرو شمير شپږ تنه بولي او دغه راز دسرتيرو  له کنترول څخه ددغې اډې دوتلو خبر ردوي .
نجيبي  وويل چې دطالبانو له خوا بريد وروسته په لسګونو کومکي سرتيري  ساحې ته ورسيدل او يرغلګرو ته يې دسردرانده زيانونه واړول .
ختم_ ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته